طالبانو په افغانستان کې ټولو سیاسي ګوندونو ته خبرداری ورکړی

د کابل ښار یوه څنډه کې طالب وسله وال

د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت ټولو سیاسي ګوندونو ته چې دوی یې فعالیت په افغانستان کې منع اعلان کړی، خبرداری ورکړی چې د خپلو لغوه شویو ګوندونو له ادرسه دې د مسایلو په اړه له دریځ نیولو او کړنو ډډه وکړي کنه له سرغړونکو سره به قانوني او شرعي چلند وشي.

دې وزارت نن پنجشنبې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو سره په هېواد کې د سیاسي ګوندونو فعالیت د عدلیې وزارت له‌خوا منع اعلام شوی او د سیاسي ګوندونو اړوند ریاست هم په عدلیې وزارت کې لغوه او د دې وزارت له تشکیلاتو څخه ایستل شوی دی.

په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې د ټولنیزو ټولنو فعالیت چې په تېره اداره کې فعال وو، هم ځنډول شوی او یوازې خیریه بنسټونه او اتحادیې کولی شي چې د اصولو په چوکاټ او د عدلیې وزارت څخه د رسمي جواز په درلودلو سره فعالیت وکړي.

ویل کېږي په تېر جمهوري نظام کې په سلګونو سیاسي ګوندونه د هغه وخت د عدلیې له وزارت سره ثبت و.

که څه هم د سیاسي ګوندونو پر فعالیت طالبانو مخکې بندیز لګولی، خو دې مسئلې ته په وروستیو کې وروسته له هغې ډېر پام واوښت چې د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار له هغه کوره چې د پخواني حکومت له‌خوا ورته ورکړل شوی و، وایستل شو.

د سیاسي ګوندونو پر فعالیت د طالبانو د بندیز پرېکړه د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او ځینو نورو لورو له‌خوا له سختو انتقادونو سره مخ شوې او هغه یې د قدرت د لا انحصارولو لپاره د طالبانو یوه بله هڅه بللې ده.