بښنې نړیوال سازمان: ایران تېر کال څه باندې اته نیم سوه کسان اعدام کړي

ارشیف

د بښنې نړیوال سازمان، امنیستي انټرنشنل وایي، په ۲۰۲۳ کال کې په ایران کې اعدامونه په تېرو اتو کلونو کې تر ټولو لوړحد ته رسېدلي دي.

امنیستي انټرنشنل په یوه نوي راپورکې چې نن پنجشنبې یې خپورکړی ویلي چې تېرکال په ایران کې ۸۵۳ اعدامونه شوي چې لږترلږه ۴۸۱ یې د مخدره موادو په تړاو محکوم شویو باندې تطبیق شوي دي.

د منځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره د امنیستي انټرنشنل سیمه ییزې مرستیالې ډیانا الطهاوي وویل، د اعدامونو سزا په هرحالت کې د کرکې وړده خو په پراخه پیمانه د مخدره موادو اړوند جرمونو لپاره د انقلابي محکمو له خوا سزاوي چې د محکمو بهیریې تر ډېره عادلانه نه دی، له قدرت څخه ناوړه ګټه اخیستنه ده.

هغې زیاته کړه چې د مخدره موادو په وړاندې مبارزه کې د اسلامي جمهوریت وژونکو سیاستونو د بې وزلۍ او سیسټماتیک بې عدالتي له کړۍ سره مرسته کړې او هغه همدارنګه د دې سبب شوې چې په ایران کې محروم اقلیتونه؛ په تېره د بلوڅانو مظلومه ټولنه له زیات تبعیض سره مخ شي.

د امنیستي انټرنشنل په وینا، له ۲۰۲۳ کال مخکې په ۲۰۲۱ کال کې چې ابراهیم رئیسي د ولسمشرپه توګه دنده پیل کړه او غلام حسین اجي د قضائیه قوې مشر شو، د د ۲۰۱۵ کال پرتله د اعدامونو شمېر ۱۷۲ سلنه لوړ و.

د ایران حکومت د اعدامونو رسمي شمېرې نه خپروې او امنیستي انټرنشنل هم د ایران د بشري حقونو له ډلو سره په همکارۍ چې معمولاً د دولتي رسنیو او د بشري حقونو د سازمانونو د سرچینو پر اساس یې اعدامونه تثبیت کړي، دغه معلومات راټول کړي دي.

د بشري حقونو د دې ډلې په وینا، د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ ترشلمې پورې د لږترلږه ۹۵ اعدامونو راپور ورکړل شوی او زیاتوي چې ښایي په دې هیواد کې د ترسره شویو اعدامونو شمېر له دې زیات وي.