خپلو هېوادونو ته د غزې د ۶ وژل شویو خیریه کارکوونکو د مړو لېږد پیل شو

د یو شمېر وژل شویو خیریه کارکوونکو پاسپورټونه

خپلو هېوادونو ته د هغو شپږو بهرنیو مرستندویه کارکوونکو د مړو لېږدول پرون چهارشنبې پیل شول چې په دې وروستیو کې په غزه کې د اسراییل په هوایي بریدونو کې وژل شوي دي.

په غلطه د دغو کارکونکو د کاروان د په نښه کولو په اړه د اسراییل وضاحت ځینې پوښتنې راپورته کړې دي.

دغو خونړیو بریدونو همدارنګه له حماس سره چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، په غزه کې په نژدې شپږمیاشتنۍ جګړه کې د اسراییل د چلند په اړه انتقادونه زیات کړي دي.

درې برېتانویان، یوپولنډی، یواسترالیایی او یو د امریکا او کاناډا دوه ګونی تابعیت لرونکی چې د نړیوال مرکزي پخلنځي په نوم مرستندویه ټولنې لپاره یې کارکاوه، په دغو بریدونو کې وژل شوي دي.

د دوی فلطسني موټرچلونکی هم وژل شوی چې مړی یې د ښخولو لپاره په غزه کې کورنۍ ته سپارل شوی دی.