ګرینفیلډ: افغان نجونې هم له جبري ودونو او هم له جنسیتي تاوتریخوالي ځوریږي

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره لیندا توماس ګرینفیلډ

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره لیندا توماس ګرینفیلډ وایي، په افغانستان کې نجونې له وخته مخکې جبري ودونو او هم د جنسیت پربنسټ له تاوتریخوالي سره مخامخې دي.

مېرمن ګرینفیلډ دغه څرګندونې پرون چهارشنبې په نیویارک کې د ماشومانو او د وسله والو شخړو په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا یوې غونډې ته په وینا کې وکړې او زیاته یې کړه چې افغان نجونې د زده کړې په ګډون له سیسټماتیک تبعیض سره مخامخې دي.

د هغې په خبره، هلکان هم په دې هېواد کې د ماشومو سرتېرو په توګه ګومارل کیږي.

دا په داسې حال کې چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په تېرو څه باندې دوو کلونو کې پرنجونو او ښځو نور محدودیتونه هم لګولي دي.

په افغانستان کې په اوس وخت کې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کونکې اجازه نه لري چې ښوونځیو او پوهنتونو ته لاړې شي او ښځې هم په نادولتي موسسو او یوشمیردولتي ادارو کې له کارکولو منع شوې دي.

ښځې دغه راز په ټولنه کې د فعال ګډون له ډېرو نورو برخو هم راګرځول شوې دي.