د امریکا پوځ: د حوثي وسله والو ۲ بې پیلوټه الوتکې او یو بېړۍ ضد بالستیک توغندی مو له منځه وړي

له ارشیفه د حوثي وسله والو یو تصویر

د امریکا پوځ وایي، د سره سمندرګي په لوري یې د حوثي وسله والو توغول شوې دوه بې پیلوټه الوتکې او یو بېړۍ ضد بالستیک توغندی له منځه وړی دی.

رویټرز خبري اژانس د چهارشنبې ناوخته د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ په حواله ویلي چې دا بریدونه د ایران له ملاتړه د برخمنې حوثي ډلې له خوا له یمن څخه شوي، خو مرګ ژوبله او ورانی یې نه دی پېښ کړی.

امریکایي پوځ وایي، دوی د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمه کې د دغې ډلې د میزایلو د توغولو یوه ګرځنده وسیله هم له منځه وړې ده.

حوثي وسله والو په غزه کې د فلسطینیانو د ملاتړ په هدف په سره سمندرګي کې پر سوداګریزو بېړیو بریدونه ډېر کړي چې د لویدیځ غبرګون یې پارولی.

شاوخوا یوه میاشت مخکې امریکا او برېتانیا په ګډه په یمن کې د حوثي وسله والو ۱۸ هدفونه وویشتل.