ایران: په څو بریدونو کې ۵ پولیس افسران وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي

ایران

په ایران کې تېره شپه د چارواکو په خبره، څو " ترهګریزو بریدونو " کې لږ تر لږه پنځه پولیس افسران وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د ایران د دولتي رسنیو په حواله نن پنجشنبه ویلي چې بریدګرو د سیستان- بلوچستان ولایت په رسک او چابهار ښارونو کې د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو پر مرکزونو برید کړی دی.

فرانس پریس خبري اژانس د سیستان بلوچستان د مرستیال والي علي رضا مرحمتي په حواله ویلي چې وژل شویو افسرانو کې د پولیسو د یوه مرکز مرستیال عباس میر هم شامل دی.

ایراني چارواکو ویلي، لږ تر لږه ۸ تنه بریدګر هم چې غوښتل یې د پولیسو مرکز ونیسي، په ځوابي ډزو کې وژل شوي دي.

فرانس پریس لیکلي چې جیش العدل جهادي ډلې د دغو بریدونو مسولیت منلی دی.

دا بریدونه دوه ورځې وروسته تر دې کیږي چې د ایران د سپاه پاسداران ۷ غړي د سوریې په مرکز دمشق کې د اسراییلو په هوایي برید کې ووژل شول.