د ناټو عمومي منشي: له روسیې سره د شمالي کوریا او ایران همکارۍ نړیوال امنیت اغېزمنولی شي

د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ

د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ وایي، له روسیې څخه د شمالي کوریا او ایران پوځي ملاتړ نړیوال امنیت ته پایلې لرلی شي چې له پامه نه شي غورځېدای.

د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې، ستولتنبرګ دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې وکړې.

هغه زیاته کړه چې د روسیې لپاره د پوځي یرغل د دوام لپاره په آسیا کې ملګري مهم دي.

پیونګ یانګ مسکوته بالستیک توغندي او نورې وسلې او تهران هم بې پیلوټه الوتکې ورکړي دي.

له دغو الوتکو په اوکراین کې پربنسټیزو تاسیاستو د بریدونو لپاره کاراخیستل شوی دی.