د طالبانو د حکومت یوه مقام له ټي ټي پي وغوښتل چې د پاکستان حکومت سره خبرې وکړي

له ارشیفه د ټي ټي پي د یو شمېر جنګیالیو تصویر

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت یولوړپوړی چارواکی وایي، د پاکستان د حکومت او د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ترمنځ باید خبرې پیل شي.

د راپورونو له مخې، د دې وزارت مرستیال محمد نبي عمري د سې شنبې په ورځ په خوست ولایت کې د خبرو پر مهال ټي ټي پي ته وړاندیز کړی چې د پاکستان له حکومت سره خپله ستونزه د خبرو له لارې هواره کړي.

هغه پاکستاني چارواکو ته هم سپارښتنه کړې چې له دې ډلې سره د تفاهم لاره خپله کړي.

دا وروسته له هغې چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف ادعا وکړه چې ټي ټي پي په افغانستان کې د روزنې کمپونه او پناه ځایونه لري.

هغه د مارچ په ۲۷ په پاکستان کې پرچینایي انجینیرانو ترخونړۍ حملې وروسته په ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې افغانستان د پاکستان لپاره د تروریزم سرچینه یاده کړه.

خو د طالبانو حکومت د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو حضور ردکړی او ویلي یې دي چې اجازه نه ورکوي چې د دې هېواد له خاورې د نورو هېوادونو پرضد کار واخیستل شي.

له دې مخکې پاکستاني چارواکو د تحریک طالبان پاکستان له ډلې سره چې په هغه هېواد کې یې د ډېرو خونړیو بریدونو مسولیت اخیستی او له دې مخکې یې د افغان طالبانو په منځګړیتوب ورسره خبرې ترسره کړې وې، د خبرو بیاپیلول رد کړي دي.