د طالبانو مالیې وزارت: له اختر مخکې د دولتي مامورینو معاش ورکوو

د افغانستان د مالیې وزارت لوحه - ارشیف

د طالبانو د مالیې وزارت وايي چې دولتي مامورنیو ته به تر اختر مخکې د حمل د میاشتې معاش ورکړي.

دغه وزارت پرون (سې شنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي د دې لپاره چې اختر په رانژدې کېدو دی د دوی مشر پرېکړه کړې چې د میاشتې تر پای ته رسیدو مخکې دې مامورینو ته معاشونه ورکړل شي.

په همدې حال کې دغه وزارت ویلي چې تراوسه پورې د مالي کال ملي بودجه نه ده توشیح شوې.