امریکا او د اسراییلو یو شمېر نژدې متحدانو غزه کې د خیریه کارکوونکو وژل وغندل

د غزې یوه څنډه - ارشیف

د امریکا په ګډون د اسراییلو یوشمېر نژدې متحدانو نن په غزه کې د اسراییلو په یوه هوايي حمله کې د یوې خیریه ټولنې د اوو کارکوونکو وژل وغندل.

دا کار د دې باعث شو چې یوشمېر خیریه ټولنې فلسطینیانو ته چې د لوږې‎ سره لاس ګرېوان دي، د خوړو رسول ودروي.

د نړۍ د مرکزي پخلنځي پر اوو کارکوونکو د اسراییلو پروني برید د متحدوایالتونو هغه هڅې له ګواښ سره مخامخ کړي چې غواړي له قبرس څخه غزې د مرستو د رسولو لپاره سمندري دهلېز پرانیزي.

د متحدوایالتونو ولسمشر جوبایډن بیګا پر اسراییلو کلک انتقاد وکړ او ویې ویل دا پېښه ښيي چې اسراییل د ملکي وګړو خوندیتوب ته کافي پاملرنه نه کوي.