امریکا په روسیه کې د  کورماشیوا د بند مودې د غځولو په پرېکړه نیوکه کړې

د آزادې اروپا ازادي راډیو خبریاله السو کورماشیوا چې دا مهال د روسیې په یوه زندان کې بندي ده.

په مسکو کې د متحدوایالتونو سفارت د روسیې د یوې محکمې پر هغه پرېکړه کلک انتقاد کړی چې د آزادې اروپا/ازادي راډیو د خبریالې السو کورماشیوا له محاکمې مخکې د بند موده یې د جون تر ۵ مې نېټې پورې غځولې ده.

په مسکو کې د روسیې سفیرې لین تریسي نن پر خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې ولیکل: "موږ د کورماشیوا د نیول کېدو له کبله سخت اندېښمن یو او زیاتوي چې د سفارت استازي په کازان کې د محاکمې په جریان کې حاضر وو."

کورماشیوا چې په پراګ کې د آزادۍ راډیو خبریاله وه او د امریکا او روسیې دوه ګونی تابعیت لري د اکټوبر له ۱۸مې نېټې راهیسې د بهرني اجنټ په نوم قانون څخه د سرغړونې په تور نیول شوې ده.

ازادي راډیو او د امریکا حکومت وايي چې پر نوموړې دا تورونه ځکه لګېدلي دي چې دا د ازادي راډیو لپاره کار کوي.

۴۷ کلنه کورماشیوا چې د خپلې زړې مور د لیدو او مرستې لپاره روسیې ته تللې وه داسې مهال د کازان په هوايي ډګر کې ونیول شوه چې بېرته پراګ ته ستنېده او پولیسو یې پاسپورت ضبط کړ.