د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

ارشیف: په پروان کې د باران یو انځور

د افغانستان د هواپېژندنې دولتي ادارې له سبا ورځې نیولې د دې اوونۍ ترپایه د هېواد د مرکز او شمال د سیندیزو حوزو په یو شمېر سیمو کې د نسبتاً تېزو بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

د طالبانو د حکومت او انرژۍ او اوبو وزارت نن پر ایکس شبکې په یو بیان کې ویلي چې د وري یا حمل د ۱۵ او ۱۷مې نېټې ترمنځ د غزني، پکتیا، پکتیکا، لوګر، ننګرهار، میدان وردګو، غوربند، پنجشېر، لغمان، کونړ، تخار، بلخ، سمنګان، سرپل، میمنې، بامیان، بغلان او کوکچې د سیندونو پر لاره او د یادو سیمو په ځینو سیلبُرونو کې د د واورو د ویلې کېدو، بارانونو او د اوبو د کچې د لوړېدو له کبله د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

دې وزارت له خلکو غوښتي چې د سېلاب د راوتلو په صورت کې د کوزنیو سیمو هغه خلک چې سیندونو ته نژدې ژوند کوي خبر کړي.