فریزر: افغانستان کې روان جنسي اپارتاید دې د بشر پرضد د جنایاتو د مخنیوي په کنوانسیون کې ور زیات شي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډو تالار - ارشیف

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نوې مشره ونیسا فریزر وايي جنسیتي اپارتاید چې د دې په وینا په افغانستان کې روان دی، باید د بشر پرضد د جنایاتو د مخنیوي په کنوانسیون کې ور زیات شي.

مېرمن فریزر چې په عین حال کې په ملګرو ملتونو کې د مالتا استازې هم ده، پرون یوې خبري غونډې ته وویل چې د افغانستان وضعیت د امنیت شورا لپاره خورا زیات اهمیت لري.

هغې زیاته کړه چې په پام کې ده ملګري ملتونه د بشریت پرضد د جنایاتو د مخنیوي د کنوانسیون د تعدیل په اړه راتلونکې دوشنبې غونډه وکړي.

جنسیتي اپارتاید هغه اصطلاح ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځو د حقونو فعالانو پر افغان ښځو د طالبانو د محدودیتونو په ځواب کې د هغې د رسمیت غوښتنه وکړه.