غزه؛ د اسراییل په هوایي برید کې لږ ترلږه ۷ خیریه کارکوونکي وژل شوي

غزه - ارشیف

په غزه کې د اسراییلي پوځیانو په هوایي برید کې د یوه خیریه بنسټ لږترلږه ۷ کارکوونکي چې ۳ تنه یې د اسټرالیا، برتانیا او پولنډ وګړي، یو د امریکا او کاناډا د دوه ګوني تابعیت لرونکی او نور یې فلسطینیان دي وژل شوي دي.

د نړۍ د مرکزي پخلنځي په نوم دې موسسې ویلي، د کارکوونکو د موټرو کاروان یې سره له دې چې د دې موسسې بیرغ یې درلود او د اسراییل له پوځ سره یې همغږي کړې وه بیاهم د غزې په مرکزي سیمه دیر البلاح کې په نښه شوی دی.

دې خیریه ټولنې غزې ته د سمندر له لارې شاخوا سل ټنه خواړه راوړي وو.

د ټولنې مشرې ایرین ګور ویلي دي چې دا نه یوازې پردوی؛ بلکې د بشري مرستو پر هغو ادارو حمله ده چې د نړۍ په ډېر ناوړه وضعیت کې، هلته چې له خوړو څخه د وسلې په توګه کار اخیستل کېږي، کار کوي.

د اسراییل پوځ ویلي دي چې د دې خواشینوونکې پېښې په اړه پلټنې کوي.