اندونیزیا: افغان ماشومانو ته یو میلیون ډوزه ګوزڼ ضد واکسین ورکوو

افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو پر ضد د واکسین کمپاین - ارشیف

د افغانستان لپاره د اندونیزیا سفیر آر. سوریاساپوترا وايي، هېواد یې افغانستان ته د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو یو میلیون ډوزه واکسین ورکوي.

ښاغلي سوریاساپوترا پرون (دوشنبې) په کابل کې یوې غونډې ته چې د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان په عامې روغتیا وزارت کې جوړه شوې وه، وویل چې هیواد یې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان ملاتړ ته تیار دی.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازېني دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس پکې له منځه نه دي تللي.

پاکستان پرون راپور ورکړ چې په کراچۍ ښار کې یې د پولیو ویروس څو چاپېریالي نمونې موندلي دي.