روسیې له محاکمې مخکې د ازادي راډیو د خبریالې السو کورماشیوا د بند موده وغځوله

السو کورماشیوا - د ازادې اروپا/ ازادي راډیو خبریاله

د روسیې یوې محکمې د ازادې اروپا/ازادي راډیو د خبریالې السو کورماشیوا تر محکمې مخکې توقیف موده د جون تر پنځمې نېټې وغځوله.

۴۷ کلنه کورماشیوا د تېر کال په اکتوبر کې په کازان کې ونیول شوه.

پر هغې تور دی چې د بهرني اجنټ په توګه یې نوم لیکنه نه ده کړې، دا هغه تنبیهي قانون دی چې له مخې یې خبریالان، فعالان او نور کسان هدف ګرځول کیږي.

پر نوموړې دغه راز تور دی چې د روسیې د پوځ په تړاو یې ناسم مطالب خپاره کړي او د محکومیت په صورت کې په ۱۰ کاله حبس محکومیدای شي.

ازادي راډیو او د امریکا متحده ایالتونه وایي، پر کورماشیوا دا غچ اخیستونکي تورونه ځکه پورې شوې چې هغه پراګ کې د ازادۍ راډیو خبریاله ده.