ځینې سرچینې: ایران د مسکو په وروستي برید وار د مخه خبر و

د مسکو د موسېقۍ هغه صالون چې برید پرې وشو - ارشیف

درې با خبره سرچینو رویټرز ته ویلي چې ایران مسکو ته نژدې د کنسرت پر یوه سالون له خونړي برید مخکې روسیې ته د " ترهګریزو بریدونو " د احتمال خبر ورکړی و.

د کورکوس ښار د کنسرت پر تالار د مارچ د ۲۲مې نیټې په برید کې لږ تر لږه ۱۴۴ تنه ووژل شول.

د دغه ترهګریز برید چې تېرو شلو کلونو کې تر ټولو خونړی یاد شوی، مسولیت داعش وسله والې ډلې ومانه.

رویټرز د خپلو سرچینو په حواله ویلي، له دې حملې څو ورځې مخکې تهران د یوې لوې ترهګریزې احتمالي حملې اطلاعات روسیې سره شریک کړي وو.

د سرچینو په باور، ایراني چارواکو د مسکو د برید اطلاعات له هغو کسانو څخه د پوښتنو ګروېږنو پر مهال ترلاسه کړي چې ایران کې د وروستیو خونړیو بریدونو په تړاو نیول شوي دي.