طالب چارواکي: د هرات زلزله ځپلو ته ۸۰ جوړ شوي کورونه وسپارل شول

زلزله ځپلو ته یو جوړ شوی کور - ټولنیزې رسنۍ

په هرات کې د طالبانو د حکومت محلي چارواکو زلزله ځپلو ته لسګونه نور کورونه وسپارل.

په هرات کې د طالبانو د والي ویاند نثار احمد الیاس پر خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر لیکلي، په انجیل ولسوالۍ کې زلزله ځپلو ته ۸۰ کورونه وسپارل شول.

په هرات کې د تېر کال د اکتوبر په ۷مه زورورې زلزلې او وروستیو څو ټکانونو یې خلکو ته د سر او مال دروند زیان واړوه.

په تېره فبروري میاشت کې د ملګرو ملتونو او څو نورو سازمانونو یوې ګډې ارزونې معلومه کړه چې د هرات زلزلو څه باندې ۱۵ سوه کسان وژلي دي.

هغو زلزلو شاوخوا لس زره کورونه په بشپړ ډول ویجاړ او ۴۸ زره نور سطحي زیانمن کړي دي.