د اسراییل د سره سمندر په بندري ښار ایلات هوایي برید شوی

د اسراییل نقشه

د اسراییل د سره سمندر په بندري ښار ایلات نن دوشنبه سهار هوایي برید شوی چې مرګ ژوبله نه لري.

رویټرز خبري اژانس د اسراییل د پوځي چارواکو په حواله ویلي، یوه الوتونکې وسیله چې د اسراییل له ختیځ لوري توغول شوې وه، پر یوه ودانۍ لګیدلې ده.

د اسراییل پوځ د دغې وسیلې د څرنګوالي او د توغولو د کره ځای معلومات نه دي ورکړي.

ښار کې د خطر زنګ وهل شوی دی، خو اسراییلي پوځیانو ویلي، د هوایي مدافع سیستم یې نه دی کارولی.

په عراق کې د اسلامي مقاومت په نوم یوې وسله والې ډلې چې ایران یې ملاتړ کوي، د برید مسولیت منلی دی او له جزیاتو پرته یې ویلي چې اسراییل کې یې پر "یوه حیاتي هدف" برید کړی دی.

په غزه کې د تېرو شپږو میاشتو جګړې پر مهال د اسراییل ایلات ښار څو ځله تر بریدونو لاندې راغلی دی.