د سټندرډ ملي ادارې چې د طالبانو په کنټرول کې ده، ایران ته د ۲۰ ټانکره بې کیفیته تېلو د بېرته ستنولو خبر ورکړی دی.
باختر اژانس چې طالبان یې اداره کوي خبر ورکړی چې دغه ۲۰ ټانکره تېل پرون د فراه د شیخ ابونصرفراهي له لارې بېرته ایران ته مسترد شوي دي.
د سټندرډ ملي ادارې له سوداګرو غوښتنه کړې چې افغانستان ته د بې کیفیته تېلو له واردولو ډډه وکړي، که نه له ورته برخلیک سره به مخامخ شي.
دغې ادارې تر دې مخکې هم ایران ته په ورته بهانه د لسګونو ټانکره تېلو د مسترد کولو خبر ورکړی دی.