روسیې د سلګونه بهرنیو کارګرو د اخراج لړۍ پيل کړې ده

د روسیې پولیس او یو بهرنی وګړی - ارشیف

په مسکو کې د تېرې اونۍ تر خونړۍ حملې وروسته روسیې د سلګونه بهرنیو اتباعو د اخراج لړۍ پیل کړې ده.

روسي چارواکي دغه بهرنیان د کډوالۍ د قوانینو په سرغړونه تورنوي.

یوازې د سن پیټرسبورګ محکمو همدا اونۍ د ۴۱۸ بهرنیو اتباعو د اخراج پرېکړه وکړه.

هلته د مارچ د ۲۲مې نیټې تر خونړۍ حملې وروسته په بهرنیو کارګرو فشارونه زیات شوي او ګڼ شمېر وګړي د زورزیاتي له وېرې په خپله خوښه روسیه پرېږدي.

په هغه برید کې چې مسولیت یې داعش ډلې ومانه، ۱۴۴ تنه ووژل شول.