اردن: غزې ته د مرستې رسولو ځمکنۍ لارې دې پرانیستل شي

غزه کې د بشري مرستو یوه څنډه

د اردن د بهرنیو چارو وزیر وايي، که اسرائیل غزې تړانګې ته غزېدلې ځمکنۍ لارې پرانیزي، د فلسطینیانو په دغه قلمرو کې د قحطۍ ستونزه په لنډه موده کې اوارېدای شي.

ایمان الصفادي دا څرګندونې پرون شنبه په قاهره کې له خپل مصري او فرانسوي سیالانو سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وکړې.

ملګرو ملتونو په غزه کې د روانې قحطۍ په باب خبرداری ورکړی او په غزه کې یې پر قحطۍ ځپلو د مرستو د وېش په وړاندې پر پرتو خنډونو انتقاد کړی دی.

د ملګرو ملتونو اړوندو بنسټونو مخکې ویلي وو چې قحطي ښايي تر مې میاشتې پورې د غزې شمال کې خلک متاثر کړي، خو تر جولای میاشتې ښايي د غزې ټولو برخو ته چې ۲ ملیونه او درې لکه وګړي په کې ژوند کوي، خپره شي.