طالب چارواکي:د سالنګ تونل کې د راګېر کسانو د لېږد هڅه کوو

سالنګ - ارشیف

په پروان کې د طالبانو چارواکي وايي، د هغو مسافرو د لېږد هڅه روانه ده چې د سالنګ تونل په دواړو برخو کې راګېر پاتې دي.

دغه لویه لار پرون ناوخته د سختو واورو او توفانونو له کبله د هر ډول موټرو پرمخ وتړل شوه.

هغو مسافرو چې د تونل په دواړو خواوو کې راګېر پاتې وو له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

لا دهغو کسانو د برخلیک په باب معلومات نه شته چې د سالنګ په تونل کې دننه راګېر پاتې دي.

د پروان لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند فضل الرحمن مسکینیار ویلي، د سالنګ تونل په دواړو غاړو کې د راګېر پاتې شویو مسافرو د ژغورنې هڅې روانې دي.

دغه لار له څو اوونیو راهیسې څو وارې د سختو واورو او توفانونو له کبله د لنډو مودو لپاره تړل شوې ده.