پر سوریې د اسراییلي الوتکو د بمبارۍ له کبله د قربانیانو شمېر ۵۲ تنو ته رسېدلی

ارشیف: د اسراییل له لوري د سوریې یوه ویشتل شوې سیمه چې زیانونه یې اړولي دي.

په بریتانیا کې مېشته د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې نن وویل چې پر سوریې د اسراییلي الوتکو د پرونۍ بمبارۍ د قربانیانو شمېر ۵۲ تنو ته لوړ شو.

په دوی کې ۳۸ تنه پوځیان دي، اووه تنه د لبنان د حزب اله ډلې غړې دي او اووه تنه نور هم ایران پلوه سوریایان دي.

د بشري حقونو د څار دغه بنسټ زیاتوي چې اسراییلي الوتکو پرون د سوریې په شمال کې حلب هوایي ډګر ته څېرمه د حزب اله ډلې د توغندیو یوه ډیپو په نښه کړه.

حزب اله ډله چې ایران یې ملاتړ کوي له ۲۰۱۱م کال راپه دې‌خوا په سوریه کې د حکومتي ځواکونو ملاتړ کوي.