په زابل کې د یوه روغتون د رغونې چارې پیل شوې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د زابل ولایت موقعیت

د زابل په مرکز کلات ښار کې د یوه روغتون د رغونې چارې پرون پیل شوې.

باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي د زابل ولایت لپاره د طالبانو د عامې روغتیا د رییس میرویس افغان له قوله خبر ورکوي چې نوموړی وایي، دا روغتون د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ د مرکز کلات په باباګک سیمه کې د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په مالي لګښت جوړېږي.

د افغان په وینا، د دې روغتون د رغونې چارې به په ۵ میاشتو کې بشپړې شي.

د روغتیا نړیوال سازمان WHO تېره میاشت وویل چې ۲۰۲۴ میلادي کال به د افغانستان لپاره له ننګونو ډک کال وي ځکه د دې سازمان په وینا د افغانستان روغتیايي سیستم په ټولو برخو کې د لږې پانګونې او اقتصادي ستونزو له امله کمزوری شوی دی.