د پاکستان او طالب پلاویو ترمنځ مذاکرات بې نتیجې پای ته ورسېدې

د پاکستاني او طالب پلاویو ترمنځ د ناستې یو انځور

افغانستان او پاکستان د افغان سوداګرو د هغو کانټینرونو د برخلیک په اړه موافقې ته ونه رسېدل چې له څو میاشتو راهیسې په کراچۍ بندر کې ولاړ دي.

که څه هم په افغانستان او پاکستان کې کابل ته د پاکستان د یوه سوداګریز پلاوي د سفر نتایجو ته خوشبیني ډېره وه، خو په ځینو مهمو برخو کې د دواړو خواوو ترمنځ خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال خرم اغا په مشرۍ پلاوی د دوشنبې په ورځ کابل ته لاړ او د دوه ورځني سفر په ترڅ کې یې د طالبانو له چارواکو سره د دوو هېوادونو د سوداګريزو اړیکو پر وړاندې د پرتو خنډونو د حل پر لارو چارو خبرې وکړې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې د دواړو لورو ترمنځ د شویو موافقو خبر ورکړ.

خو پرون جمعه د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډو خونو یوه مشر خانجان الکوزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د مالونو د سلګونه کانټینرونو د برخلیک په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې په دې اړه خبرې وشوې خو موافقه ونه شوه.

هغه وايي: "پر دې مسئلې هم خبرې وشوې. پاکستاني لوري ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به کار وکړي او ښايي امکان ورته برابر کړي چې بېرته ولاړ شي. دا هغه مالونه دي چې په ممنوعه لیست کې دي. دوی وویل چې له خپلو اړوندو ادارو سره به خبرې وکړي ځکه دا له نورو ادارو سره تړلې موضوع ده او یوه لاره به ورته پیدا کړي. دوی خو ژمنه وکړه، خو دا ستونزه حل نه شوه."

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډو خونو یو مشر خانجان الکوزی

الکوزی وايي، په دې کانټینرونو کې چې شمېر یې دوه-درې سوو ته رسېږي قیمتي توکي لکه برقي یا الکترونیک وسایل، د سینګار سامان او ټوکر راوړل شوي او ځکه یې ارزښت لوړ دی.

د اقتصادي چارو شنونکی آذرخش حافظي په دې اړه چې پاکستان ولې د افغان سوداګرو مالونه د ممنوعه توکو په توګه بند کړي دي، ازادي راډیو ته وویل : "دوی ګومان کوي چې دا مالونه بېرته د پاکستان په مارکېټ کې خرڅېږي حال دا چې داسې نه ده ځکه ټول هغه موټر چې له پاکستانه تېرېږي او افغانستان ته ځي د جي‌پي‌آرایس په نوم نوي سیسټمونه لري چې په هغه کې ښکاري چې دا موټر ترکوم ځایه ورسېد. پاکستان مشکلات ډېر زیات کړي او ځکه له پاکستان سره زموږ په ټرانزیټ او سوداګرۍ کې کموالی راغلی."

آذرخش حافظی

په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د سلګونه کانټینرونو لانجه له څو میاشتو راهیسې روانه ده، خو تراوسه یې د حل په برخه کې اقدام نه دی شوی.

شاوخوا پنځه سوه دا کانټینرونه د تېرکال په مرغومي یا جدي میاشت کې چاه بهار بندر ته واستول شول.

دا سوداګریز مالونه له اندونیزیا او مالیزیا څخه بار شوي وو او افغانستان ته پر لاره وو، خو په کراچۍ بندر کې د پاکستاني چارواکو له‌خوا د افغان سوداګرو پر توکو د لوړې بیې له ټاکلو وروسته دې سوداګرو پرېکړه وکړه چې خپل کانتینرونه چاه بهار ته ولېږدوي.

د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې کړکېچ اوږد تاریخ لري، خو د مارچ په ۱۸مه د دوی ترمنځ کړکېچ وروسته له هغه نوي پړاو ته ورسېد چې پاکستاني الوتکو په خوست او پکتیکا ولایتونو کې بمباري وکړه.

پاکستان ادعا وکړه چې دا هوايي حمله یې د پاکستاني طالبانو پر سنګرونو کړې، خو د طالبانو حکومت یوځل بیا دا خبره رد کړه چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې مرکزونه لري.

د طالبانو د حکومت په بلنه افغانستان ته د پاکستاني پلاوي سفر ته د دواړو هېوادونو د اړیکو د بېرته عادي کولو لپاره د یوې هڅې په سترګه هم کېږي.