طالبانو پېژندل شوی افغان یوټیوبر همایون افغان د پوښتنو ګروېږنو لپاره ور غوښتی

افغان یوټیوبر همایون افغان

په کابل کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي چې پېژندل شوی افغان یوټیوبر همایون افغان یې د پوښتنو- ګروېږنو لپاره وربللی دی.

د دې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې همایون افغان د هغې زړې ښځې د کورنۍ د شکایت پر اساس احضار شوی چې ده موده مخکې ورسره خبرې کړې وې او د دوی اجازه یې نه وه اخیستې.

ځدراڼ د ښاغلي افغان ستاینه کړې او ویلي یې دي چې طالبان هڅه کوي دا ستونزه ژر حل شي.

د پنج شنبې په ورځ راپور ورکړل شوی و چې همایون افغان او څلور همکاران یې په کابل کې د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

تر دې مخکې هم د اجمل حقیقي په ګډون ځینې نور یوټیوبران او خبریالان نیول شوي، خو زیات وخت یې طالبانو د دلیل په باب څه نه دي ویلي.