د ملګرو ملتونو د یوې محکمې امر؛ اسرائیل دې د غزې د بشري وضعیت د ښه والي لپاره ګام واخلي

غزه - ارشیف

د ملګرو ملتونو یوې محکمې پرون پنج شنبه اسرائیل ته امر وکړ چې په غزه کې د بشري وضعیت د بهترۍ لپاره اقدامات وکړي.

د عدالت نړیوالې محکمې له اسرائیل غوښتي چې کلابندې شوې غزې ته د خوړو، اوبو، تېلو او نورو موادو د لېږد لپاره نورې لارې هم پرانیزي.

د عدالت نړیوالې محکمې په هغه قضیه کې چې د اسرائیل خلاف د جنوبي افریقا له خوا په دې محکمه کې ثبت شوې، په اصطلاح دوې نورې فقرې ور زیاتې کړلې.

جنوبي افریقا په خپله قانوني دعوه کې اسرائیل په غزه کې د خپلو پوځي عملیاتو له کبله د نسل وژنې په اقداماتو تورن کړی، خو اسرائیل دا تور رد کړی دی.

د پنج شنبې دستور په داسې حال کې ورکول کېږي چې جنوبي افریقا هڅه وکړه چې په خپله دعوه کې د اوربند په ګډون نور اقدامات هم ورزیات کړل او په هغه دعوه کې په غزه کې د لوږې زیاتېدو ته هم اشاره شوې ده.

اسرائیل د ملګرو ملتونو د عدالت له نړیوالې محکمې غوښتنه کړې چې نوي حکمونه دې نه صادروي.