مېلر: امریکا پر طالبانو خپلو فشارونو ته دوام ورکوي څو دوی خپلې ژمنې پوره کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، میتو مېلر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، دوی غواړي دا ډاډ ترلاسه کړي چې ترهګر د افغانستان له خاورې بل ځای بریدونه ونه کړي.

د دې وزارت ویاند متیو مېلر پرون په یوه خبرې غونډه کې وویل چې پر طالبانو خپلو فشارونو ته ادامه ورکوي چې له نړیوالې ټولنې سره په دې تړاو خپلې ژمنې عملي کړي.

د ښاغلي میلر په وینا، متحدو ایالتونو طالبانو ته دا څرګنده کړې ده چې دا یې مسوولیت دی چې په هیڅ ډول به د القاعده او داعش خراسان څانګې په شمول کومې ترهګرې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې خوندی پناهځای جوړ کړي.

تر اوسه د طالبانو چارواکو د دې څرګندونو په اړه څه نه دې ویلي، خو د دوی ویاند ذبیح اله مجاهد روانه اونۍ وویل چې داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې ده او هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې په بل هیواد برید وکړي.

داعش په څه باندې یوې اوونۍ کې د دوو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی، یوه په کندهار کې او بله د روسیې په پلازمینې ماسکو کې.