د طالبانو حکومت: پاکستاني پلاوي سره مو « له سیاسته د سوداګرۍ د لیرې والي» موضوع بحث کړه

د افغانستان - پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ یوه برخه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د طالبانو له حکومت سره د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د چارواکو د وروستیو موافقو هرکلی کوي او هیله څرګندوي چې دا موافقې به د افغان سوداګرو د ترانزیت او سوداګرۍ په لاره کې خنډونه له مخې لیري کړي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د قایم مقام خرم اغا په مشرۍ یو پلاوی د دوشنبې په ورځ کابل ته لاړ او د دوه ورځیني سفر په لړ کې یې له بیلابیلو طالب چارواکو سره د دوو هیوادونو د سوداګري اړیکو په لار کې د پرتو خنډونو د حل کولو پر لارو چارو خبرې وکړې.

د هغې اعلامیې له مخې، چې د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهعد خپره کړې، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د قایم مقام خرم اغا او د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د دوه ورځنیو خبرو په پای کې دواړو خواوو له سیاست څخه د تجارت پر جلاوالي د ټینګار په ترڅ کې موافقه وکړه چې باید په دوو میاشتو کې د اپټا تړون نهايي شي.

اپټا د افغانستان او پاکستان ترمنځ هغه سوداګري تړون دی چې له اوږدو خبرو وروسته په ۲۰۱۰ م کال کې لاسلیک شو. د دې تړون له مخې، د پاکستان د کراچۍ، قاسم او ګوادر بندرونو له لارې افغانستان ته د ترانزیت اجازه ورکړل شوه. همدا راز افغان سوداګرو ته اجازه ورکړل شوه چې د لاهور تر واګې پورې خپل تجارتي مال ورسوي.

د اعلامیې له مخې، پاکستاني لوري همداراز موافقه کړې چې د کراچۍ په بندر کې له نړیوالو کانتینرونو څخه سیمه ییزو هغو ته د مالونو په انتقال کې اسانتیا برابره کړي.

خانجان الکوزی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مشرتابه پلاوي غړی او د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګري خونې ريیس خانجان الکوزی وايي چې دوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دې موافقو هرکلی کوي خو په عین حال کې هیله لري چې په پولو کې به هم د سوداګرو او ترانزیت ستونزې حل شي.

" خبرې ډېرې ښې وې، ملاقاتونه هم ښه وو، تعهدات هم وشول او په دې هیله چې تجارت به زیات شي او ترانزیتي ستونزې به حل شي، په موافو کې ځینې مثبت ټکي شته موږ یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونو او د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرې خونې په استازیتوب هرکلی کوو، له دواړو هیوادونو هیله لرو چې عملي ګامونه واخلي او په پولو کې د ترانزیت او تجارت په لاره کې پرتې ستونزې هم هواري کړي."

د افغان سوداګرو یوه جدي غوښتنه دا وه چې پاکستان دې د دوی د مالونو د ترانزیت لپاره بانکي ضمانت پیسې نه غواړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ تر ټولو مهمه لاره( تورخم) وخت پر وخت د پاکستان لخوا په بېلابېلو نومونو تړل کیږي

د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې باید بانکي ضمانت لري شي.

طالبان وايي چې پاکستان ژمنه کړې چې د افغانستان سکاره به په نړیوال نرخ اخلي.

په وروستیو کې پاکستان له افغانستان څخه د سکرو واردات خورا کم کړي وو او ظاهراً د دې دلیل یې دا یاداوه چې د افغانستان سکاره ګرانه دي.

افغانستان او پاکستان تر دې پخوا هم په ځلونو تجارتي موافقې کړي، خو وروسته یې عملي کړي نه دي او د دواړو خواوو سوداګرو د موافقو د نه عملي کېدو له کبله د تاوانونو د وراوښتو شکایت کړی دی.