ډيکر نجونو او ښځو سره د طالبانو پر چلند سخت انتقاد وکړ

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیړه

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافیرې کرن ډیکر له نجونو او ښځو سره د طالبانو پر چلند سخت انتقاد وکړ.

دې پرون ناوخته د قطر له پلازمېنې دوحې څخه په انلاین غونډه کې له یو شمېر افغان رسنیو سره د خبرو پرمهال وویل چې دا درېیم پرله پسې کال دی چې نجونې له شپږم ټولګي ورپورته له زده کړو محرومې دي او طالبانو د څه باندې دوه نیم کلنې واکمنۍ پرمهال د افغان مېرمنو د محدودولو لپاره تر پنځوسو زیات فرمانونه خپاره کړي دي چې څه به کوي، چېرته به ځي او څرنګه به جامې اغوندي.

اغلې ډیکر زیاته کړه چې په نړۍ کې بل هیڅ هېواد په دې ډول خپل نیمایي نفوس نه دی حذف کړی.

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې بیا وویل چې پر ښځو د طالبانو دا بندیز هر کال افغانستان ته په میلیارډونو ډالر زیان اړوي او دا هېواد د دې زیان د زغم توان نه لري.