طالبانو له یونسکو څخه د تاریخي سیمو د ساتنې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې

د بودا مجسمې. طالبانو په خپله لومړۍ واکمنۍ کې دغه مجسمې وراندې کړې وې.

طالبانو د یونسکو له مشر څخه د افغانستان د تاریخي او فرهنګي سیمو د ساتنې په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس نن د مارچ ۲۷مه پر خپلې ایکس پاڼې یا پخواني ټویټر ویلي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال عتیق الله عزیزي د یونسکو له مشر برانډن سره په کتنه کې د افغانستان د هغو تاریخي او فرهنګي سیمو د ساتنې په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې چې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی.

طالبان د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان یا یونسکو څخه دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې د افغانستان په ډېر شمېر سیمو کې فرهنګی او تاریخي اثار د ویجاړېدو له خطر سره مخ دی.