د ازبکستان چارواکي خپلو اتباعو ته: په روسیه کې بې دلیه عامه ځایونو ته مه ځئ

ارشیف: په روسیه کې د تاجکستان او ازبکستان نیول شوي کډوال

ازبکستان په روسیه له خپلو کارګرو اتباعو غوښتنه کړې چې د روسیې د هغوو ټولو امنیتي تدابیرو سره سم عمل وکړي چې په مسکو کې د تېرې اوونۍ له برید وروسته معرفي شوي دي.

په روسیه کې د منځنۍ اسیا کډوال کارګر وروسته له هغې تر سخت فشار لاندې راغلل چې روسیې چارواکو د کراسنوګورسک ښار د کراکوس د کنسرت په یوه تالار کې د برید په تړاو د تاجکانو په ګډون یولس شکمن کسان ونیول.

په دغه برید کې چې د مارچ په ۲۲مه ماښام مهال وشو، لږ تر لږه ۱۳۹ کسان ووژل شو او څه باندې سل نور ټپیان شول.

Your browser doesn’t support HTML5

مسکو ته نژدې مرګونې حمله؛ داعش ولې روسیه په نښه کړه؟

د برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې منلی دی.

پر کراکوس تالار د برید په تړاو د مارچ په ۲۴مه دوه تنه چې د منځنۍ اسیا اوسېدونکی دي، محکمه شول او څلور نور کسان چې دوی هم د منځنۍ اسیا د هېوادونو اصلي اوسېدونکی دی، ونیول شول چې تر محکمه مخکې به تر دوو میاشتو پورې په توقیف کې وي.

نن د مارچ ۲۷مه د ازبکستان د بهرنیو کارګرانو د کډوالو ادارې په یو بیان کې له خپلو اتباعو غوښتنه کړې: "بې دلیله عامه ځایونو ته مه ځئ، له مشکوکو کسانو سره له خبرو ځان وساتئ او په ټیلفونونو او نورو وسایلو کې له عکسونو، غږونو او ویډیوګانو له ذخیزه کولو ډډه وکړئ."

په بیان وړاندې غوښتنه شوې چې د ازبکستان اتباع دې روسيې ته د سفر پر مهال، د روسیې د پرېښودو او هلته د اوسېدو لپاره لازم اسناد تل له ځانه سره ولري.

د ازادي راډیو خبریال د کراکوس پر تالار له برید وروسته په روسیه کې د یو شمېر کډوالو کارګرو سره خبرې کړي، د دې کارګرو په خبره، له برید وروسته په روسیه کې د کډوالو کارګرو ضد احساسات چې له پخوا ډېر وو، د اندېښنې حد ته رسېدلی دی.

بل پلو په روانه اوونۍ کې د ازبکستان او تاجکستان څو کارګران په مسکو کې د پوښتنو لپاره توقیف شوي وو.

د راپورونو پر بنسټ، په روسیه کې ټکسي چلوونکو شکایت کړی چې د دوی مشریانو وروسته له هغې خپل سفارشونه لغوه کړي، کله چې پوه شول ټکسي چلوونکی يې له منځنۍ اسیا دی.

له دې وړاندې قرغزستان او ترکمنستان له خپلو اتباعو غوښتي وو چې روسیې ته له سفر کولو ډډه وکړي.

په ترکمنستان کې د ازادي راډيو خبریال د راپور پر بنسټ، ترکمن چارواکي هڅه کوي چې د روسیې په پوهنتونونو کې ترکمن محصیلن د کډوالو پر ضد د غبرګون له وېرې بېرته خپل هېواد ته رانتقال کړي.

د تاجکستان چارواکو بیا د هغو څلور کسانو خپلوان چې په دې برید کې په لاس لرلو تورن دي، د پوښتنو لپاره پرون حوزو ته وړي وو.