پاکستاني رسنۍ: کابل ته مو د هېواد د سوداګریز پلاوي سفر له مثبتو پایلو سره پای ته رسېدلی

د پاکستاني پلاوي غړي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې افغانستان ته يې د سوداګرۍ وزارت د پلاوي سفر مثبتو پایلو سره پای ته رسېدلی دی.

د راپور پر بنسټ، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال له طالب چارواکو سره په خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي او ترانزیتي اړیکو پر پراختیا خبرې کړي دي.

ویل شوي چې دواړو خواوې به د افغانستان او پاکستان په عبوري لارو کې د مسافر او ناروغانو د تګ راتګ لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.

د پاکستان سوداګریز پلاوی د دې هېواد د تجارت وزارت د مرستیال محمد خرم اقا په مشرۍ د دوشنبې په ورځ کابل ته سفر وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او ښاغلي خرم د کتنې خبر ورکړ او ويې ویل، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز او ترانزیتي ستونزو پر حل لارو خبرې شوي دي.

خو پاکستاني رسنیو خبر ورکړی دی چې په دې لیدنه کې پاکستاني پلاوي د طالبانو له حکومت غوښتي د تحریک طالبان پاکستان په ګډون هیڅ ډلې ته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کاروي.

افغانستان ته د پاکستاني پلاوی دا سفر په داسې حال کې دی چې پاکستان په دې وروستیو کې پر خوست او پکتیکا هوايي بریدونه کړي وو.