د امریکا د سنا یو غړی:افغانستان کې باید د داعش ډلې خلاف ګام واخلو

د داعش ډلې بیرغ

د امریکا د جمهوریپال ګوند مخکښ سناتور لیندسي ګراهم وايي، مخکې تر دې چې ناوخته شي، باید په افغانستان کې داعش ته کلک ګوزار ورکړل شي.

ګراهم پر خپله ایکسپاڼه کښلي، باید داعش په افغانستان کې داسي ګوزار وخوري شي چې د عملیاتو مخه یې ونیول شي.

د مسکو له حملې وروسته فرانسې او یو شمېر نورو لوېدیځو هیوادونو په خپلو خاورو کې د داعش د برید د احتمال په اړه اندېښنه ښکاره کړې ده.

تر سناتور ګراهم مخکې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رييس مایکل مککال سي بي ایس تلویزیون ته ویلي و چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو بې بندوبسته وتلو په دې هېواد کې د داعش ودې ته لاره هواره کړې او دا یوه تېروتنه وه.

دا په داسي حال کې ده چې طالبان وايي داعش یې ځپلی او تر پخوا ډېر کمزوری شوی دی.