سږ کال به ۳۰ زره افغانان د حج لپاره سعودي عربستان ته لاړ شي

تصویر له ارشیفه

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت وايي چې سعودي عربستان سږ کال افغانستان ته د حج د فریضې د ادا کولو په خاطر د ۳۰ زره کسانو سهمیه ټاکلې ده.

تېر کال هم د افغانستان لپاره د سعودي له لوري ۳۰ زره کسانو ته د حج د فریضې د ادا کولو اجازه ورکړل شوې وه.

د طالبانو د حج او اوقاف وزارت وايي چې د حج زیارتوال به د اریانا افغان هوايي شرکت او همداراز کام اییر هوايي شرکت په الوتکو کې ورسول شي.

د طالبانو د حج او اوقاف سرپرست وزیر مولوي نورمحمد ثاقب پرون (سې شنبې) په یوه خبري غونډه کې وویل چې سږ کال د حج د مراسمو د ادا کولو لپاره سړي سر ۳ زره ۸۶۵ ډالره لګښت په پام کې نیول شوی دی چې له ۲۷۷ زره افغانیو سره برابریږي.

ده په عین حال کې وویل چې د حج د فریضې د ادا کولو د لګښت لپاره به له شیعه افغانانو څخه پنځوس ډالره زیاتې واخیستل شي.

که څه هم د طالبانو سرچینو د دې دلیل ته اشاره نه ده کړې چې له شیعه وو څخه ولې ډېرې پیسې اخیستل کېږي، خو د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو پخوانی وزیر او د شیعه علماوو د شورا غړي عالمي بلخي یې په اړه ازادي راډیو ته وویل:

" دا تفاوت چې له شیعه حاجیانو څخه په افغانستان کې اخیستل کېږي، کومه نوې خبره نه ده، له پخوا څخه اخیستل کېږي، په دې خاطر چې شیعه حاجیان باید حتماً د احرام تړلو لپاره جوفې ته لاړ شي، یا ورته سرخلاصي موټرونه کرایه کېږي، له دې کبله په لګښت کې یې یو څه توپیر راځي همدا تفاوت یې پخوا هم اخیست اوس یې هم اخلي."

په کابل کې یو شمېر ښځې او ماشومان چې د بېوزلۍ له امله سوال ته ناست دي

په داسي حال کې چې د افغانستان تر نیمايي ډېر وګړي شدید بېوزله دي او د نړیوالو په بشري مرستو پايي، کوم کسان د حج د فریضې لپاره نژدې څلور زره ډالر برابرولی شي؟ دا پوښتنه د ډېرو افغانانو په ذهن کې مطرح کېږي.

د ملګروملتو د بشري مرستو د تنظیم ادارې، اوچا پرون پر خپله ایکسپاڼه له افغانستان سره د هسپانیا د یو میلیون یورو مرستې د هرکلی په ترڅ کې وویل چې په روان ۲۰۲۴ کال کې به په افغانستان کې تقریبا ۲۴ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.

اوچا همداراز ویلي چې اړو خلکو ته د مرستو رسولو لپاره ۳،۶ میلیون ډالره بسپنه ورته پکار ده.

ټاکل شوې ده چې د حج د زیارتوالو لومړۍ الوتکه د راتلونکې قمري میاشتې په لومړۍ نېټه له کابله د جدې په لور روانه شي.