د طالبانو حکومت د حج د سږنیو مراسمو د سړي سر لګښتونه کچه اعلان کړه

یو شمېر افغان حج کوونکي - ارشیف

د طالبانو حکومت د حج د سږنیو مراسمو لپاره د سړي سر لګښونو کچه نن اعلان کړه.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر مولوي نورمحمد ثاقب نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل هر حاجي به د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره نژدې ۳۸۶۶ ډالر پرې کوي.

ښاغلي ثاقب زیاته کړه چې شیعه حاجیان به پنځوس ډالره اضافه پیسې ورکوي.

هغه ډاډ ورکړ چې د حج د مراسمو لپاره ټول تدابیر نیول شوي دي.

د ده په وینا، د شاوخوا ۳۰ زره افغان حاجیانو نیمايي برخه به د آریانا افغان د هوايي دولتي شرکت او پاتې نیمايي به د کام ایر د خصوصي شرکت په الوتکو کې سعودي عربستان ته واستول شي او راستانه به شي.