چين: پاکستان دې زموږ د انجينرانو د وژل کېدو قضيه وڅېړي

چین له پاکستان څخه غواړي چې په دې هېواد کې د چینايي انجنیرانو د وژل کېدو د پېښې په اړه تحقیقات وکړي.

د خیبرپښتونخوا د شانګلې په بشام سیمه کې نن د چینايي انجنیرانو د موټرو پر کاروان په یوه موټربم انتحاري برید کې شپږ تنه چې د یوې مېرمنې په ګډون پنځه تنه یې چینايي انجنیران او یو پاکستانی ډریور و، ووژل شول.

د دې برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.

له برید وروسته په اسلام آباد کې د چین سفارت په یوه بیان وویل چې په پاکستان کې د چین سفارت له پاکستاني لوري غواړي چې په دې اړه هراړخیزې څېړنې وکړي، تنظیموونکو ته یې سخته سزا ورکړي او د چینايي وګړو د خوندیتوب لپاره عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.

امنیتي چارواکي وايي چې دا چینايان له اسلام آباد څخه د کوهستان داسو بند ته روان وو.

د ۲۰۲۱ کال په جولای کې هم په داسو کې د چینايي انجنیرانو پر یوه بس په ورته برید کې د نهو چینايي وګړو په ګډون ټول ۱۳ کسان ووژل شول.

چینايي انجنیران په پاکستان کې د سیپک په نوم پر لویه ترانزیتي لاره کار کوي.

پردې انجنیرانو مخکې هم ګڼې حملې شوي چې د اکثریت دې حملو مسوولیت، بلوڅ بیلتونپالو ډلو منلی دی.