د امریکا د دفاع وزیر نن خپل اسرایيلي سيال سره ګوري

د امریکا او اسراییل د دفاع وزیران

پنټاګون وايي د امریکا دفاع وزیر لویډ اوسټین به نن له خپل اسراییلي سیال یوواف ګالانټ سره د غزې په جنوبي ښار رفح کې له ځمکنیو عملیاتو پرته د حماس ډلې د ماتولو پر لارو چارو خبرې وکړي.

حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژندل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې ترینګلتیا په زیاتېدو ده.

اسراییلو وروسته له دې چې متحدو ایالتونو په غزه کې د بېړني اوربند په اړه د امنیت شورا پرېکړه لیک ته ممتنع رایه ورکړه د اعتراض په توګه ناڅاپه واشنګټن ته د یوه جګپوړي اسراییلي پلاوي سفر لغوه کړ، خو د پنټاګون مطبوعاتي سکرتر پاټ ریډر بیګا وویل چې اوسټین او ګالانت به د واشنګټن په وخت سهار سره وګوري.