ملګرو ملتونو د ملا هبت الله وروستۍ څرګندونې نهيلي کوونکې وبللې

د ملګرو ملتونو وياند، فرحان حق

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د شرعي احکامو د جاري کولو په اړه د طالبانو د لوی مشر ملاهبت الله آخوندزاده وروستۍ څرګندونې نهیلي کوونکې بللې دي.

د طالبانو لوی مشر په یوه غږیز کلیپ کې چې هغه ته منسوب شوی؛ ویلي چې په افغانستان کې به شرعي احکام او له هغې ډلې پر ښځو په عام محضر کې د سنګسار او درو وهلو سزا ګانې حتما پلې کېږي.

د هغه وینا ملي راډیو ټلویزیون چې طالبان یې اداره کوي د وري په پنځمه پر ایکس شبکې خپور کړ، خو د ثبت د کره وخت او ځای په اړه یې څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو ویاند فرحان حق پرون وویل چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د طالبانو له خوا له ښځو سره د فرمانونو په اساس د ناوړه چلند له کبله سخته اندېښنه لري.

ښاغلي حق غوښتنه وکړه چې طالبان دې خپل دا احکام بېرته واخلي.

د طالبانو د لوی مشر دې څرګندونو ته په افغانستان کې دننه او بهر د بشري حقونو فعالانو هم توند غبرګون ښودلی دی.