د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رایو په اکثریت په غزه کې د اوربند پرېکړه لیک تصویب کړ

تالار برگزاری جلسات شورای امنیت سازمان ملل متحد

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرېکړه لیک کې چې بېګا تصویب شو، د روژې په مبارکه میاشت کې د حماس او اسراییلو ترمنځ د سمدستي اوربند او داسراییلي برمته وو د بې له کوم قید و شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې.

متحدایالات چې له اروپايي ټولنې سره په ګډه حماس د تروریستي ډلې په توګه پېژني، دې پرېکړه لیک ته ممتنع رایه ورکړه.

په ملګرو ملتونو کې د الجزایر سفیر عمار بنجاما چې هېواد یې له یوشمېر نورو سره په ګډه د دې پرېکړه لیک طرح وړاندې کړې وه، له رایو وروسته وویل چې د فلسطین خلکو ډېر کړاوونه ولیدل.

د نوموړي په وینا، د وینو دا حمام ډېره موده روان وو، او دا زموږ دنده ده چې مخکې له دې چې ناوخته شي بند یې کړو.

حماس، اروپايي ټولنې او یوشمېر نورو هېوادونو د دې پریکړه لیک هرکلی کړی او د ملګرو ملتونو سرمنشي د دې پرېکړه لیک د سمدستي تطبیق غوښتنه وکړه.

اسراییلو د دې پرېکړې په اړه خپګان ښودلی او په غبرګون کې یې واشنګټن ته د یوه جګپوړي پلاوي سفر وځنډاوه.

د صدراعظم بنیامین نتنیاهو له دفتر څخه په یوه خپاره شوي بیان کې ویلي شوي چې د امنیت شورا پرېکړه لیک د جګړې هڅو او د څه باندې ۱۳۰ اسراییلي برمته وو خوشې کېدو ته زیان واړاوه.

په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر ژانګ یون وویل، د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو تطبیق الزامي دي.

نوموړي زیاته کړه چې دا پرېکړه لیک به د پوره او موثر تطبیق په صورت کې د غزې د تړانګې میلیونونه اوسېدونکو ته چې له یوه بشري ناورین سره لاس او ګرېوان دي، امېدبښونکی وي.