اسپانیا د افغانستان د بشري مرستو صندوق سره یو میلیون یورو مرسته وکړه

د اسپانیا ملي بیرغ

اسپانیا په افغانستان کې د بشري مرستو له صندوق سره د یو میلیون یورو مرسته کړې ده.

د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا پر خپله ایکس پاڼه د دې مرستې هرکلی کړی او لیکلي یې دي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې به په افغانستان کې تقریبا ۲۴ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د ملګروملتونو دې اړوندې ادارې ویلي چې اړو خلکو ته د مرستو د رسولو لپاره ۳،۶ میلیون ډالره بسپنې ته اړتیا لري.