د اوکراین د پلازمېنې په مرکزي سیمه کې د څو چاودنو غږ اورېدل شوی

په کییف کې د یوې چاودنې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د اوکراین د پلازمېنې کییف په مرکزي سیمه کې نن دوشنبه سهار د څو چاودنو غږ اورېدل شوی دی.

فرانس پرېس خبري اژانس په کییف کې د خپلو خبریالانو په حواله ویلي چې له چاودنو سره هممهاله د خطر زنګ وهل شوی او له خلکو غوښتل شوي چې خوندي ځایونو کې پاتې شي.

د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو پر خپل ټیلګرام چېنل د چاودنو پیښې تایید کړي او له خلکو یې غوښتي چې ژر تر ژره خوندي ځایونو ته ولاړ شي.

د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګې د چارواکو په حواله لیکلي، په کییف کې د یوه توغندي ټوټي د هستوګنې په یوه ودانۍ لګېدلي او زیانمنه کړې یې ده.

تر دغو چاودنو څو ساعته مخکې روسیې د اوکراین پر جنوبي ښار میکلایف د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل چې لږ تر لږه ۱۱ تنه په کې ټپیان شول.