طالبان: تېر کال مو ۵.۲ میلیارده زاړه بانک‌نوټونه راټول او سوځولي

ارشیف

د افغانستان بانک چې طالبان یې اداره کوي اعلان کړی چې د تېر کال په اوږدو کې یې پنځه اعشاریه دوه میلیارده زاړه بانک‌نوټونه راټول او سوځولي دي.

دغه بانک پرون یکشنبه په خپل کلني راپور کې لیکلي چې دغه زړه پیسې یې له مختلفو زونونو راټولې کړي او پر ځای یې نوي بانک نوټونه بازار ته وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې لا هم خلک د زړو بانک نوټونو د شته والي او کارونې په اړه شکایتونه کوي.

افغانستان بانک وایي، سږ کال یې نوي بانک نوټونه چاپ کړي او ډېره برخه یې هېواد ته رسېدلې ده.