اسراییل د غزې جنوب کې خپل ځمکني عملیات غځوي

د اسراییلو ځواکونه په غزه کې د عملیاتو پر مهال

پرون یکشنبه هم په غزه کې سخته جګړه روانه وه او اسراییل ژمنه وکړه چې د امریکا د متحدو ایالتونو له انتقادونو او د اوربند له هڅو سره سره به د غزې په جنوب کې خپل ځمکني عملیات وغځوي.

نږدې یوه اوونۍ کېږي چې د غزې تر ټولو د لوی روغتون الشفا په شاوخوا کې جګړه روانه ده، په دې روغتون کې ناروغان دېره دي او بېځایه شويو کسانو پناه وروړې ده.

اسراییل تور لګولی چې په دې روغتون کې د حماس او اسلامي جهاد ډلې وسله‌وال پټ دي.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت پرون یکشنبه ویلي چې د مخکنیو ۲۴ ساعتونو پر مهال ۸۴ نور کسان وژل شوي او ورسره د اکټوبر له اوومې په روانه جګړه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۲زره ۲۲۶ ته ورسېد.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش چې د شنبې په ورځ د غزې رفح ښار ته تللی و، پرون یکشنبه د مصر په پلازمېنه قاهره کې ویلي وحشت او لوږې د غزې پر اوسېدونکو سیوری غوړولی دی.

هغه په غزه کې پر فوري اوربند او د ټولو هغو یرغمل شویو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه، چې د اکټوبر له اوومې نیول شوي دي.

ایاد المقادمه د غزې له تل الهوی سیمې څخه په النجار روغتون کې پناه اخیستې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، په کار ده د ملکیانو خوندیتوب ته پام وشي.

هغه وايي: "پرېږده چې د اسراییل پوځ د حماس جګړه کوونکي ووژني او ورڅخه بېغمه شي، زموږ هېڅ کار ورسره نه شته، موږ خو بېځایه شویو کسان یو، د دغو ماشومانو څه ګناه ده، موږ له خدای پرته په هېڅ ډلې ټپلې پورې تړلي نه یو."

پرون یکشنبه هم په غزه کې سخته جګړه روانه وه او اسراییل ژمنه کړې چې د امریکا د متحدو ایالتونو له انتقادونو او د اوربند له هڅو سره سره به د غزې په جنوب کې خپل ځمکني عملیات وغزوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش پرون په قاهره کې ویلي، قحطۍ ځپلې غزې ته د ضروري مرستو رسولو لپاره د اسراییل اقدام ته اړتیا ده، چې ټول خنډونه او پوستې لیرې کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو او اسراییل د پوځي ادارو مشران بیل برنز او ډېوېډ برنیا د شنبې ناوخته له قطر خپلو هېوادونو ته روان شول، دوی په غزه کې پر لندمهاله اوربند، د یرغمل شویو پر خلاصون او نورو مسایلو خبرې وکړې.

یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله یې خپل نوم نه دی اخیستی د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د امریکا او اسرائیل تخنیکي ډلې لا هم په دوحه کې پاتې دي.