د پاکستان یو جګپوړی پلاوی د طالبانو حکومت سره پر سوداګرۍ خبرې پیلوي

د طالبانو او پاکستان بیرغونه

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ یو جګپوړی پلاوی نن د طالبانو له حکومت سره پر سوداګرۍ خبرې پیلوي.

د پاکستان ډان شبکې پرون لیکلي، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت پلاوی به د طالبانو له سیاسي، اقتصادي، سرحدي او امنیتي چارواکو سره خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا پرون یکشنبې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت مرستیال محمد خرم آغا به د کابل د دوه ورځني سفر په لړ کې له افغان لوري سره پر سوداګري چارو خبرې وکړي.

د دې سفر هدف د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګري اړیکو پراختیا او په سوداګرۍ کې د اسانتیا رامنځته کول او بلل شوي دي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف تېره چهارشنبه ویلي وو، که افغان طالبان د تحریک طالبان پاکستان "ټي‌ټي‌پي" چې د ده په ټکو، د افغانستان له خاورې فعالیت کوي، مخه ونه نیسي، دوی به د پاکستان له لارې، له افغانستانه هند ته سوداګریزې لارې وتړي.