د امریکايي ډالرو په وړاندې د ایران پولي ارزښت د ریکارډ تر کچې ولوېد

ایرانۍ پیسې او امریکايي ډالر

د امریکايي ډالرو په وړاندې د ایران د پولي واحد ارزښت پرون یکشنبه د ریکارډ تر سرحده ولوېد.

پرون هم خلکو هڅه وکړه چې د بهرنیو اسعارو په وړاندې ایراني ریال تبادله کړي، خو د نوروز له کبله زیاتې صرافۍ او د تبادلې نور دکانونه تړلي وو.

خلک د نوي کال او نوروز دغه جشنونه د وري یا حملې له لومړۍ نېټې د غوايي یا ثور تر لومړۍ نېټې پورې نمانځي.

پرون یو امریکايي ډالر په ۶لکه ۱۳زره ۵۰۰ تومان تبادله کېده.

حال دا چې تېره دوشنبه د مارچ پر ۱۸مه تر نوروز مخکې یو امریکايي ډالر په پنځه لکه ۹۰زره تومانو تبادله کېده.