د تورخم دروازه بېرته د تګ راتګ په مخه پرانيستل شوه

د تورخم دروازه

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د تورخم د کمېسار ملا عبدالجبار حکمت له قوله خبر ورکړی چې د تورخم دروازه له درې ساعته ځنډ وروسته بېرته پرانيستل شوه.

نن له غرمې مخکې ملا عبدالجبار حکمت ازادي راډيو ته وويل، د تورخم دروازه وروسته له هغې د مسافرو په مخه وتړل شوه چې د پاکستاني پوځيانو ترمنځ خپلمنځي شخړه رامنځته شوه.

د تورخم دروازه چې د ورځې پرې سلګونه باروړونکې موټرې، مسافر او ناروغان تګ راتګ راکوي، تر دې مخکې هم څو ځل تړل شوې ده.