اوکراین د مسکو په حمله کې د لاس لرلو په تړاو د پوتین ادعا رد کړه

د مسکو په لمنه کې د یوه کنسرت پر سالون د جمعې د شپې په برید کې، چې مسوولیت یې داعش په غاړه واخیست، ۱۳۲ تنه ووژل شول او تر ۱۲۰ ډېر نور ټپیان شول.

د اوکراین چارواکو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین دا ادعا چې اوکراین د مسکو په حملې کې لاس لري، رد کړه.

د مسکو په لمنه کې د یوه کنسرت پر سالون د جمعې د شپې په برید کې، چې مسوولیت یې داعش په غاړه واخیست، ۱۳۲ تنه ووژل شول او تر ۱۲۰ ډېر نور ټپیان شول.

د روسیې چارواکو ویلي چې د دې برید په تړاو یې ۱۱ تنه نیولي چې د هغو په منځ کې څلور تنه بهرنیان دي.

د روسیې ولسمشر ویلي چې حمله کوونکو غوښتل چې اوکراین ته وتښتيي او په دې قضیه کې اوکراین لاس لري، خو د پوتین دا څرګندونې د اوکرایني چارواکو له توند غبرګون سره مخامخ شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د شنبې په ماښام په یوه ویدیويي پیغام کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې هڅه تورن کړ چې نور ملامت وښيي.