چارواکي: د غزې په څه باندې پنځه میاشتنۍ جګړه کې ۳۲۲۲۶ تنه وژل شوي

په غزه کې روغتیايي کارکوونکي د مړو د لېږدل پر مهال

د غزې د روغتیا وزارت، چې د حماس د سختدریځې ډلې په کنترول کې دی، نن اعلان وکړ چې د غزې په څه باندې پنځه میاشتنۍ جګړه کې ۳۲زره ۲۲۶ تنه وژل شوي دي.

فرانس پرېس خبري اژانس د دغه وزارت په قول وویل چې د دغو کسانو په منځ کې لږترلږه ۸۴ تنه په تېرو څلرویشت ساعتونو کې وژل شوي دي.

امریکا او اروپايي اتحادیه حماس تروریستي ډله ګڼي.

د دې ډلې تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت په غزه کې د ټولو ټپیانو شمېر تر ۷۴ زره ډېر ښودلی دی.